عمران خان یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان یوه ورځ وروسته له هغې چې د پاکستان د احتساب د ملې ادارې له خوا ونیول شو، نن په یوه ځانګړې محکمه کې راڅرګند شو.

نوموړي پر ځان د فساد لګول شوي ټول تورونه رد کړل او هغه یې سیاسي انګېزه وبلله.

د عمران خان د محاکمې جریان د تازه تاوتریخوالو پر سر اندېښنو ته په پام په محکمه کې نه بلکې د پولیسو په یوه مرکز چې سخت امنیتي تدابیر یې نیول شوي و، ترسره شو.

چارواکو وویل چې د عمران خان شاوخوا زر پلویان په پنجاب ایالت کې وروسته له هغه نیول شوي چې تېره ورځ یې د هغه له نیول کېدو وروسته اعتراضونه وکړل او په لسګونو موټرو او ودانیو ته یې اور ورته کړ.

له کراچۍ، لاهور او کوټې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.

دغو تاوتریخوالو چارواکي اړ کړل چې د پاکستان له څلورو ایالتونو په درېیو کې اضطراري حالت نافذ کړي او د عمران خان د پاکستان د تحريک انصاف یا پي ټي آی ګوند پر ټولو غونډو بندیز ولګوي.

د پاکستان په لویو ښارونو کې مخابراتي خدمات بند دي او هم د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب پر ټولنیزو شبکو محدودیت لګېدلی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې عمران خان د احتساب د ملي ادارې له خوا وروسته له هغې ونیول شو چې نوموړي د فساد په جلا قضیه کې د دې ادارې احضارې له پامه غورځولې وې.

عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه جنرال یې پر ځان د تېر میلادي کال په ناکام برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

د پاکستان پوځ دا تور رد کړی دی.