په پاکستان کې پراخ اعتراضونه پیل شوي

په پاکستان کې د روانو اعتراضونو یو انځور

په پاکستان کې د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته پراخ اعتراضونه پیل شوي دي.

د خان پلویان پرون په بېلابېلو ښارونو کې لارو او سړکونو ته راووتل او له امنیتي ځواکونو سره لاس ګرېوان شول.

په کراچۍ او لاهور کې پولیسو د معترضانو د تیت پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو پایپونه وکارول.

معترضانو په راولپنډۍ کې د پوځ قرارګاه کلابنده کړه او په اسلام اباد، پېښور او نورو ښارونو کې یې سړکونه بند کړل.

همدا راز د پاکستان په لویو ښارونو کې مخابراتي خدمات بند دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د ټیلي کمیونیکېشن ادارې ویلي چې مخابراتي خدمات یې د کورنیو چارو وزارت د لارښوونې په اساس بند کړي دي.

همدا راز د فېسبوک، ټویټر او یوټیوب پر ټولنیزو شبکو هم محدودیت لګېدلی دی.

عمران د فساد د تورونو له کبله پرون د پلازمېنې اسلام اباد د عالي محکمې په انګړ کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

عمران خان یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه جنرال یې پر ځان د تېر میلادي کال په ناکام برید کې په لاس لرلو تورن کړ.

د پاکستان پوځ دا تور رد کړی دی.