کرکټ؛ افغانستان او سریلانکا په راتلونکې جون میاشت کې سیالۍ کوي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو تر منځ د یوې پخوانۍ سیالۍ انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې خبر ورکړی چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره په را روانې جون میاشت کې سریلانکا ته سفر وکړي.

کرکټ بورډ ویلي، دغه سیالۍ به د جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه نېټه د سریلانکا په همبانټوټا ښار کې ترسره شي.

د دې سیالیو په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس نصیب خان له قوله لیکل شوي: "د سریلانکا کرکټ بورډ سره زموږ د اړیکو او سیالیو د برابرولو په اړه خوشحاله یوو. د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکو سفرونو د بشپړ پروګرام سربېره، موږ هڅه کوو چې له له سریلانکا او نورو کرکټ بورډونو سره ورته اړیکو ته لا ډېره پراختیا ورکوو او ژمن یوو چې د کرکټ پراخه او مصروف راتلونکي کلونه به ولرو."

د یادونې وړ ده چې دا له سریلانکا سره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبلړۍ ده چې ترسره کېږي.