په خوست کې د نيول شويو رسنیزو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه شوې

ارشیف

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز په خوست ولایت کې د رسنیو د ځینو مسوولانو او کارکوونکو نیول کېدل وغندل.

د دې مرکز د اعلامیې له مخې په خوست کې د غرغښت تلوېزیون مشر سخي سرور میاخېل، د ولس غږ راډیو مشر محمد الدین شاه خیالي، د چنار راډیو مشر پامیر اندېش او د نن راډیو یو خبریال عبدالرحمن اشنا پر موسیقۍ له لګول شوي بندیز د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

محمد حلیم فدايي چې په خوست کې یې د جمهوریت پر مهال د والي په توګه دنده ترسره کړې په خپل ټویټر کې لیکلي، په خوست کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوولانو دغه کسان د ورکشاپ په پلمه ورغوښتي او بیا یې توقیف کړي دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو مرکز د دغو کسانو د سم‌لاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني ویلي، دغه کسان نیول شوي نه‌دي، بلکې د ځینو مسایلو د شریکولو لپاره وربلل شوي دي.