قطر د افغانستان روغتیایي برخه کې مرسته کوي

ارشیف: د کابل د یوه روغتون څنډه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د قطر له پرمختیايي صندوق سره یې د افغانستان په یوولسو محرومو ولایتونو کې د ضروري روغتیايي خدماتو د ملاتړ لپاره یو قرارداد لاسلیک کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون سه‌شنبه په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي چې د قطر د پرمختیايي صندوق پیسې به پر اساسي روغتیايي خدماتو، د ماشومانو د زېږون پر خدماتو او د روغتیايي وسایلو پر وېش ولګول شي.

د قطر د مالي مرستې اندازه دوه ميلیونه او دوه لکه ښودل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوی او د قطر د پرمختیايي صندوق هدف په افغانستان کې د ۸۹ روغتیايي مرکزونو له لارې د ناروغیو او مړینو د کچې ټیټول دي.

ملګرو ملتونو ویلي، وروسته له هغې چې طالبانو په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، دوی اړ شوي چې په ګڼو ولایتونو کې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه غیر فعال کړي.

بلخوا په بریتانیا کې دېره اسلامیک ریلیف ټولنه وايي، تېر میلادي کال یې په افغانستان کې پر شپږ لکه او ۳۰زره کسانو ته د خوړو بستې وېشلي دي.

دغې ادارې د خپلو تمویلوونکو د سخاوتمندانه مرستې مننه کړې ده.