امريکا او بریتانیا په پاکستان کې د قانون د حاکميت غوښتنه کړې

په پاکستان کې د عمران له نیونې وروسته د هغه د پلویانو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی شوی.

د امریکا متحده ايالاتو او بریتانيا په پاکستان کې د قانون د حاکميت غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ، سپینې ماڼۍ پرون ناوخته وویل، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پر نيول کېدو خبره ده او په پاکستان کې يې د قانون حاکميت ته د درناوي غوښتنه وکړه.

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان پرون په اسلام اباد کې محکمې په انګړ کې د رنجر ځواکونو له خوا ونيول شو.

بلخوا د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير، جېمز کليورلي ويلي، غواړي په پاکستان کې د سوله ييزې ډيموکراسي شاهد وي.

رويټرز خبري ورکړی، چې د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي، بریتانيا غواړي په پاکستان کې د قانون رعايت وګوري.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه په یوه ټویټ کې لیکلي، د عمران خان نیول کېدل د تاسف وړ خبره ده او د هغه په وینا دا کار به پراخ عواقب ولري.

د عمران خان د نیول کېدو د خبر له خپراوي وروسته د هغه ځینې پلویان د اعتراض په ډول د پلازمېنې اسلام اباد او نورو ښارونو لارو سړکونو ته راووتل او ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره لاس و ګرېوان شول.

عمران خان یوه ورځ وروسته له هغې ونیول شول، چې د پاکستان د پوځ یو لوړ رتبه جنرال یې پر هغه د تېر میلادي کال په ناکامه حمله کې په لاس درلودلو تورن کړ.

د پاکستان پوځ دغه تور رد کړی دی.