ګوټېرېش: د اوکراين جګړې ختمولو لپاره د سولې د مذکراتو امکان نه‌شته

د اوکراین د جګړې یو انځور. دغې جګړې زرګونه کسان وژلي او درانه تلفات یې اړولي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ويي، دا مهال د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره د سولې د مذاکرو امکان نه‌شته.

هغه دا خبره له ایل پایس هسپانوۍ ورځپاڼې په مرکه کې کړې ده.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې او اوکراین رهبرانو د دویمې نړیوالې جګړې د ختمولو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د بریاو ادعاوې کړې دي.

ورځپاڼې د ګوټېرېش هغه څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي، دا څرګنده ده چې دواړه لوري په بشپړ ډول په دې جګړه کې ډوب شوي دي.

هغه ویلي، هیله‌من دی په راتلونکي کې دا امکان برابر شي چې روسیه او اوکراین د مذاکرو مېز ته کېني.

د روسیې ولسمشر ولودمیر پوتین پرون د مسکو په سره میدان کې د بریا د ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اوکراین د جګړې د ګټلو ادعا وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ د اوکراین ولسمشر ژمنه وکړه چې روسي ځواکونه به د جرمني د نازيانو په څېر مغلوب شي.