ملګري ملتونه: د مې تر اوومې د اوکراين جګړه کې ۸۷۹۱ ملکيان وژل شوي

د روسي ځواکونو له لوري د اوکراین پر باخموت د شویو بریدونو وروسته د سیمې انځور

ملګري ملتونه وایي، د مې تر اوومې نېټې په اوکراین کې د روسیې له‌خوا د جګړې له پیل راهیسې ۸۷۹۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنیر دفتر نن وویل، په دې موده کې نور ۱۴ زره او ۸۱۵ ملکیان ټپیان شوي دي.

د مرګژوبلې نوې شمېرې ښيي چې څه باندې ۷۵ سلنه مړینې په هغو سیمو کې پېښې شوي چې د اوکراین حکومت پرې کنټرول لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ ویلي، ګومان کوي چې د مرګژوبلې حقیقي شمېرې به له دې ډېرې زیاتې وي، ځکه په ځینو سیمو کې شدیدې جګړې شوي چې د مرګژوبلې په اړه د معلوماتو راټول یې ځنډولي او په ځینو نورو سیمو کې دغه معلومات لا نه‌دي بشپړ شوي.