په مسکو کې د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ مراسم پیل شوي

د پوتین په مشرۍ دا مراسم د پخوانیو کلونو پرتله پیکه ښکارېدل، خو بیاهم د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشران همداراز د ارمنستان ولسمشر د ده ترڅنګ په دې مراسمو کې ولاړ وو.

د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو په ویاړ د پوځي پرېډ مراسم نن د روسیې د پلازمېنې مسکو په سره ډګر کې پیل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین جګړې ته چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا تر ټولو لویه ځمکنۍ جګړه ګڼل کېږي، دوام ورکوي.

د پوتین په مشرۍ دا مراسم د پخوانیو کلونو پرتله پیکه ښکارېدل، خو بیاهم د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان ولسمشران همداراز د ارمنستان ولسمشر د ده ترڅنګ په دې مراسمو کې ولاړ وو.

د تېرکال په فبروري کې پر اوکراین د روسیې یرغل د نړیوالو له خوا وغندل شو، په پایله کې یې پر روسیې نړیوال بندیزونه ولګېدل، مسکو یې له سیاسي انزوا سره مخامخ کړ او د جرمونو نړیوالې محکمې له دې کبله د ولسمشر پوتین د توقیف حکم ورکړ.