د اروپايي کمېسیون مشره کییف ته رسېدلې

د اروپايي کمېسیون مشره د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره نن کییف ته ورسېده.

د اروپايي کمېسیون مشره د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره نن کییف ته ورسېده.

اورزلا فان ديرلین پر خپل ټویټر لیکلي، خوشاله ده چې یوځل بیا کییف ته هغه ځای ته رسېدلې ده چې د دوی له ارزښتونو څخه هره ورځ هلته دفاع کېږي.

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته دا اوکراین ته د مېرمن فان دیرلین پنځم سفر دی.

اورزلا فان دیرلین د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د هغې پرېکړې هرکلی هم کړی چې د مې نهمه د اروپا د ورځې په نوم ونومول شي.

دا طرح په ۱۹۵۰کال کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وخت وزیر رابرت شومان وړاندې کړې وه.