راپور: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي

د ملګرو ملتونو بیرغ

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دې سازمان د دفترونو ښځینه کارکوونکې ځورول کېږي.

دا راپور چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما نن سهار خپور کړ د فبروري او اپرېل میاشتو ترمنځ موده رانغاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته ګوته نیسي.

په راپور کې یادونه شوې چې د ملګرو ملتونو د دفترونو څو ښځینه کارکوونکې د تګ راتګ پرمهال له ناوړه چلند، ګواښونو، ځورونو او توقیف سره مخامخ شوي.

په راپور کې د طالبانو دا اعلان چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه د نړیوالو قوانینو سرغړونه بلل شوې ده.

راپور د افغان نجونو پر تعلیم او کار د بندیز، د داعش ډلې پرضد د عملیاتو په نوم د ملکي وګړو مرګ ژوبلې، د پرځېدلي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو وژنو او نیونو، پر رسنیو د لګېدلو محدودیتونو او ګڼو نورو بشري ستونزو یادونه هم کوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې په افغانستان کې د بشري حقونو هرراز سرغړونې رد کړې دي.