ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د نري رنځ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې

ارشیف: په نري رنځ اخته یو کس تر درملنې لاندې دی

ملګرو ملتونو، روغتیایي چارواکو او فعالانو په ټوله نړۍ کې د توبرکلوز يا نري رنځ واکسین پر تولید د پانګونې د زیاتوالي او د دغې ناروغۍ د زیاتېدو پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې ده.

د اسوشېټېډپریس خبري اژانس د راپور له مخې، دغو کسانو پرون په یوه غونډه کې وویل چې د کوېډ۱۹ او د اوکراین او سوډان په څېر شخړو له کبله د توبرکلوز پېښې ډېرې شوي دي.

د توبرکلوز د پای ته رسولو یا 'STOP TB' خوځښت اجرایي مدیرې لوسیکا دیتي یو ویلي چې نن سبا توبرکلوز په نړۍ کې تر ټولو لویه عفوني ناروغي ده.

د هغې په خبره، دا ناروغي هره ورځ په نړۍ کې د ۷ سوو ماشومانو په ګډون ۴۴۰۰ تنه مړه کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد ویلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې د توبرکلوز د مخنیوي هڅو د ۷۴ میلیونه کسانو ژوند ژغورلی دی، خو په خبره یې دې موده کې څه باندې لس نیم میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغې ویلي، اټکل کېږي چې ۲۰۲۱ کال کې به په ټوله نړۍ کې شپږمیلیونه او سل زره کسان د توبرکلوز له کبله مړه شوي وي.