متقي: افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلام‌اباد د ستراتېژيکو څېړنو په انسټېټوټ کې د وینا پرمهال

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې په افغانستان کې هېڅ ترهګرې ډلې نه‌شته.

امیرخان متقي دا خبره پرون په اسلام‌اباد کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

نوموړي وويل: "دا ټولې پروپاګاندې دي دا ټول د بدنامۍ هڅې دي. په افغانستان کې نه ترویستي ډلې شته، نه هلته فعالیت کولای شي. نه موږ د فعالیت اجازه ورکوو."

متقي داسې وخت دا ادعا کړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څه وخت مخکې ویلي وو، په افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان، چین ته ګواښ پېښوونکې ډلې او نړۍ ته خطر جوړوونکې ډلې شته چې طالبان یې په مهارولو کې ناتوانه دي.

متقي چې د اسلام‌اباد د ستراتېژيکو څېړنو په انسټېټوټ کې يې وینا کوله وویل، د دوی حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر ضد کار واخلي.

متقي اسلام‌اباد ته څلور ورځنی سفر پرون پای ته ورساوه او د راپورونو له مخې بېرته کابل ته ستون شوی دی.