د اوکراين پوځ: د روسيې ۳۵ بې‌پيلوټه الوتکې او ۱۵ توغندي راغورځول شوي

اوکراین سرتېری د جګړې پرمهال

د اوکراین پوځ وايي چې د روسیې ۳۵ بې‌پیلوټه الوتکې او ۱۶ توغندي یې راغورځولي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیر نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې بې‌پیلوټه الوتکو او توغنديو خارکییف، خرسون، میکلایف او اودیسه ښارونه په نښه شوي وو چې واړه وویشتل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، غورځول شوې بې‌پيلوټه الوتکې د ایران ساخت شاهد ډوله ډرونونه وو.

خبرپاڼه زیاتوي، دې حملو مرګژوبله هم پېښه کړې او ودانۍ، د استوګنې کورونه او ملکي تاسیسات یې ویجاړ کړي دي، خو په خبرپاڼه کې یې دقیق جزییات نه‌دي ورکړل شوي.