نی: د طالبانو له‌خوا د بوديجې ځانګړي کول بايد د رسنيو ازادي اغېزمنه نه‌کړي

په افغانستان کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، د طالبانو د سرپرست حکومت له‌خوا رسنیو ته د بوديجې ځانګړي کول باید د رسنیو ازادي تر سیوري لاندې رانه‌ولي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون یکشنبه د هغې طرحې د جوړولو خبر ورکړی چې، له مخې یې رسنیو او خبریالانو ته مالي امتیازات ورکول کېږي.

نی په یوه خبرپاڼه کې د دغې طرحې هرکلی کړی، خو ټینګار کوي چې دغه امتیازات باید وړیا او هدف یې د رسنیو او اطلاع رسونې پياوړتیا وي.

طالبان رسنیو ته د مالي امتیازاتو طرحه داسې مهال جوړوي چې د دوی پر حکومت تور دی چې ازادې رسنۍ یې محدودې کړي او یو شمېر خبریالان او فعالان لاهم په زندانونو کې ساتل کېږي.