روسيې د اوکراين په ختيځ کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی

د اوکراین د روانې جګړې یوه انځور

روسیې پرون یکشنبه هم د اوکراین پر ختیځ خپل فشار ته دوام ورکړ او ادعا یې وکړه، چې په باخموت کې یې اجیرو پوځیانو ته نور مهمات هم برابر کړي دي.

په همدې حال کې د اوکراین وګړو د هوايي حملو له ډاره د ځانونو د پناه کولو هڅه وکړه.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ چارواکو د اوکراین د جنوب په زاپوریژیا کې د اروپا تر ټولو لویې اټومۍ بټۍ ته د ورپېښو خطرونو په باب اندېښنه ښودلې ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویل، چې دی په دې باب سخته اندېښنه لري چې اوکرایني ځواکونو زاپوریژیا ته څېرمه د دېره روسي ځواکونو د تیت و پرک کولو لپاره د توپونو ډزې زیاتې کړې دي.

شاوخوا ۱۴ میاشتې کېږي چې دغه اټومي بټۍ د روسیې له‌خوا نیول شوې ده.

ګروسي ویلي چې د دې اټومي بټۍ اټومي خوندیتوب او امن ته ډېره اندېښنه لري.