افغان سوداګرو له چینايي پلاوي د ویزو برخه کې د ستونزو حل غوښتی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره هیئت غړی خان جان الکوزی وایي، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي.

الکوزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه مشکلات او پرابلمونه چې موږ یې له چین سره د ویزې په ارتباط لرو، په هغه ارتباط ورسره خبرې شوي. هغوی وعده وکړه چې موږ به تسهیلات راولو او ویزه به ازاده کړو."

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د دې وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال تېره ورځ په کابل کې د چینایي پانګه‌والو له یوه دولتي پلاوي سره کتنه ترسره کړه.

دې وزارت ویلي چې دغه پلاوي په افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښکاره کړه.

د الکوزي په خبره چینایانو په افغانستان کې تر ډېره په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې، خو په دې برخه کې تر اوسه عملي اقدامات نه‌دي شوي.