متقي د پاکستان لوی درستيز سره په بېلابېلو مسایلو خبرې کړي

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د لیدنې پرمهال

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منير سره کتلي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل نن په خپل ټویټر کې لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیمه‌ییز امن، د خلکو په تګ راتګ کې د اسانتیا پر برابرولو او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي.

امیر خان متقي چې په څلور ورځني سفر تېره جمعه پاکستان ته لاړ، پرون یې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې برخه واخیسته.

د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ وویل، هیله‌من دی طالبان په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او د معتدلو سیاستونو له خپلولو سره له ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم وباله.