د اوکراین خرسون کې د ماینونو شنډولو شپږ متخصصان وژل شوي

ارشیف

د اوکراین د اضطراري خدماتو د چاودونکو توکو شپږ متخصصان د روسیې د توپونو په ډزو داسې وخت ووژل شول، چې په خرسون سیمه کې د ماینونو په شنډولو بوخت وو.

د اوکراین د اضطراري خدماتو ادارې پرون دا خبر داسې وخت ورکړ چې د پلازمېنې کییف په ګډون د اوکراین په زیاتو برخه کې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو.

د دې ادارې مشر سرهي کروک په ټویټر کې لیکلي، په خرسون سیمه کې د ماینونو شنډولو پر مهال زموږ د چاودونکو توکو پر متخصصانو حمله وشوه او شپږ تنه یې ووژل شول.

هغه زیاته کړې چې تروریستانو د نړیوال قانون له ټولو نورمونو سرغړونې ته دوام ورکړی دی.

ده ویلي، په پېښه کې دوه ټپیان چې یوه په کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې ده، په روغتون کې بستر شوي دي.