د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وکړه

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، منځ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او چپ لور ته د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ.

د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته نن په اسلام اباد کې ترسره شوه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ چارواکو ویلي، په دغې ناسته کې د افغانستان د امینتي وضعیت د ښه کېدو او د اقتصادي ثبات پر ټینګښت تمرکز وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو رسنیو ته ویلي چې پیغام يې افغان چارواکو ته دا دی چې افغانستان دې پاکستان او پاکستان دې افغانستان سره مرسته وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګانګ ویلي، اسلام اباد او پېکېنګ چمتو دي د افغانستان د اقتصاد په بیا رغونه کې مرسته وکړي.

هغه خبریالانو ته وویل، هیله من دی چې طالبان ټولشموله حکومت جوړ کړي او د معتدل سیاست په پلي کولو سره ګانډیو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد.