د سوډان د جګړې ښکېل لوري په عربستان کې خبرو ته کېني

د سوډان پلازمېنه کې د روانو جګړو یو انځور

د سوډان د جګړې د ښکېلو لوریو استازي نن د سعودي عربستان په جده ښار کې خبرو ته سره کېني.

ریاض او واشنګټن د دې خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی.

په سوډان کې نږدې درې اوونۍ مخکې د عبدالفتاح البرهان د ځواکونو او د محمد حمدان دقلو په مشرۍ د چټک غبرګون د ځواکونو ترمنځ جګړې پیل شوې.

د دې جګړو له امله تر اوسه په سلګونه کسان وژل شوي او په لسګونه زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.