اوکرايني چارواکو پر باخموت ښار د روسي ځواکونو د بريدونو خبر ورکړی

اوکرایني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښه کې

د اوکراین دفاع وزارت د باخموت پر ښار د روسي ځواکونو د سختو بریدونو خبر ورکوي.

د اوکراین پوځ پرون وویل، روسیې د دې ښار شاوخوا نوي تازه دمه سرتېري ځای پرځای کړې دي.

د اوکرایني پوځیانو په وینا، روسي ځواکونو پر باخموت د توغندیو بریدونه کړي دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر پرون خبر ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې روسي ځواکونو لږ تر لږه شپېته حملې کړي چې بېرته شاته تمبول شوي دي.

روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکرایني ځواکونو د توغندیو حملې زیاتې کړي دي.