ملګري ملتونه: له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

ارشیف: د ملګرو ملتونو له لوري اړمنو افغانانو سره د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو سربېره له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي، خو د طالبانو بندیزونه د دوی فعالیتونه په جدي توګه کمزوري کوي.

ملګرو ملتونو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ دا هم ویلي، دوی د طالبانو له چارواکو سره خپلو تماسونو ته ادامه ورکوي چې دوی د ملګرو ملتونو په ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړي.

طالبانو تېره میاشت د ملګرو ملتونو له ادارو څخه ښځینه افغان کارکوونکې له کاره منع کړې چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې د مې تر پنځمې به خپل دریځ روښانه کړي چې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي که یې بند کړي.

ملګرو ملتونو په پروني بیان کې ویلي چې دوی د طالبانو پرېکړه یو ځل بیا غندي او د ياد سازمان په ادارو کې د ښځینه‌وو د کار ممانعت هم د نړیوالو قوانینو خلاف دی او هم د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دی.