کندهار کې له زندانه د یوه طالب د خوشې کېدو پر مهال بې نظمیو غبرګونونه پارولي

ارشیف: په کندهار ښار کې د طالبانو وسله وال غړي

په کندهار کې له زندانه د یوه طالب چارواکي د خوشې کېدو د هرکلي لپاره هوايي ډزو او بې نظمیو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر کسانو تند غبرګونونه راپارولي.

د ملاعبدالغني حقبین په نوم د طالبانو د حکومت د کندهار د امنیه قومندانۍ د تروریزم مدیر چې څه موده وړاندې د زنا په تور د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی او بندي شوی و، د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشې شو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر کسان د نوموړي د خوشې کېدو په غبرګون کې ډزې کوي او د کندهار ښار او سپین بوک ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لار بې نظمي جوړوي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو دا کار غندلی او دا یې خپلسري بللې.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول نه‌دي ویلي چې ملاعبدالغني حقبین یې په کوم تور بندي او پرته له محکمې يې ولې خوشې کړ.