د دویمې نړیوالې جګړې د بري مراسم؛ پوتین د تاجکستان ولسمشر وربللی

د تاجکستان او روسیې ولسمشران امام علي رحمان او ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته د دویمې نړیوالې جګړې د بري د مراسمو په یاد غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې پوتین له رحمان سره د ټليفوني خبرو پر مهال هغه ته دا بلنه ورکړې.

دا مراسم به د مې میاشتې په نهمه په مسکو کې ترسره شي.

د دویمې نړیوالې جګړې د بري په یاد مراسمو کې چې د مسکو په سره میدان کې ترسره کېږي، پوځي رسم ګذشت هم شامل دی.