د سوډان له جګړې د راایستل شویو افغان وګړو دويمه جوپه کابل ته رسېدلې

سوډان کې د جګړې یو انځور

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوډان له جګړې د افغان وګړو دویمه جوپه نن جمعه کابل ته ورسېده.

دغه وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل نن د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ثبت شوې ویډیو کې ویلي: "د سوډان په جګړه کې د بند پاتې افغانانو دویمه جوپه چې ۴۳ تنه کېږي، د اریانا افغان هوايي شرکت له لوري خپل هېواد ته په خوندي شکل راولېږدول شول."

په سوډان کې شا و خوا ۱۲۰ افغانان په جګړه کې ایسار پاتې وو چې په دوو جوپو کې لومړی سعودي عربستان ته ولېږدول شول، وروسته افغانستان ته.