د کرزي او نېکلاسن لیدنه؛ د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او ملي ډیالوګ ټینګار وشو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن له یو بل سره په کتنه کې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو او ښځو ته د کار کولو د حق ورکولو غوښتنه وکړه.

د حامد کرزي دفتر پرون پنجشنبې ناوخته په یوه خبرپانه کې وویل چې په دې کتنه کې دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي ډیالوګ ضروري وباله.

طالبانو له واک ترلاسه کولو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو بې برخې کړې، بیا یې د پوهنتون دروازې پرې بندې کړې.

دوی ښځې هم په ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.