د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې تېر کال دوه ماشومان ګوزڼ وهلي

د ډبلیو ایچ‌ او په وینا، که هر ماشوم د ګوزڼ په وړاندې واکسین شي، افغانستان به له دې ناروغۍ په بشپړ ډول خلاص شي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۲ کې په افغانستان کې دوه ماشومان ګوزڼ وهلي دي.

ډبلیو ایچ‌ او یا د روغتیا نړیوال سازمان پرون پنجشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې دا په ډېرو کلونو کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو تر ټولو لږ شمېر دی چې په یوه کال کې ثبتېږي.

د ډبلیو ایچ‌ او په وینا، که هر ماشوم د ګوزڼ په وړاندې واکسین شي، افغانستان به له دې ناروغۍ په بشپړ ډول خلاص شي.

افغانستان او پاکستان یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ناروغي په‌کې یو مخ له منځه نه‌ده تللې.