د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو خیرالله پرهر خوشې کړی

خیرالله پرهر

د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننګرهار کې د طالبانو له بنده د ازاد خبریال او د ننګرهار ورزشي خبریالانو مسوول خیرالله پرهر د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دغه مرکز نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرهر له شاوخوا څلورو میاشتو زندان وروسته خوشې شو، خو د خبرپاڼې په وینا، د هغه توقیف د بهرنیو رسنیو ته د ځینو راپورونو جوړول یاد شوي.

خیرالله پرهر په ننګرهار کې د ورزشي خبریالانو مسوول و او له تېرو اته کلونو راهسې يې د ګڼ شمېر سیمه ییزو او بهرنیو رسنیو سره د ازاد خبریال په توګه دنده ترسره کوله
د خبرپاڼې له مخې، طالبانو تر اوسه د پرهر د نیولو او خوشې کېدو لاملونه نه‌دي روښانه کړي.

د خبریالانو مرکز ویلي، دا مهال یو بل خبریال مرتضی بهبودي هم د طالبانو په بند کې دی چې باید خوشې شي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي، هغه خبریالان چې دوی توقیف کړي لامل یې خبریالي نه وه، خو د خبریالانو ملاتړي د طالبانو حکومت تورنوي چې خبریالان د ځینو تحقیقاتي او لانجمنو موضوعاتو د تعقیب لپاره توقیفوي.