د چک په برنو کې د اورلګېدنې له امله ۸ کسان مړه شوي

په برنو کې د اورلګېدنې ساحه

د چک جمهوریت پولیسو نن د مې ۴مه وویل، د دغه هېواد په دوهم لوی ښار برنو کې تېره شپه د اورلګېدنې په پایله کې ۸ کسان مړه شوي.

د چک جمهوریت د پلازمېنې پراګ سوېل ختیځ ته په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت برنو ښار کې تېره نیمه شپه اور لګېدلی.

د چک تلوېزیون په وینا، په پېښه کې وژل شوي کسان ښايي په یوه پناه ځای کې بې کوره کسان وي.

د چک جمهوریت پولیس او د اور وژنې اداره د اور د لامل په اړه پلټنه کوي.