وېسټ: د دوحې په غونډه کې ډېر تمرکز د افغانانو ترمنځ پر سياسي خبرو و

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وایي، د دوحې په غونډه کې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره د ډېرو اجماع د افغانانو ترمنځ پر سیاسي خبرو اترو وه.

وېسټ پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه دا خبره کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره په خبرو کې د افغانانو ترمنځ د ملي ډیالوګ پر ژر پیل ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه‌توب د دوحې غونډې د همدې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې د طالبانو له ګډون پرته ترسره شوه.

طالبانو د دې غونډې پر مهال وویل، دوی ته د ګډون بلنه نه ورکول، د افغانستان مسئله نوره هم پېچلې کوي.