سيګار: امريکا د طالبانو بيا واکمنۍ له پيله افغانستان سره ۲.۱ ميليارد ډالره مرسته کړې

د سیګار په راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو راغلي، په بشري مرستو کې هم چې تر ډېره د ملګرو ملتونو ادارې یې ترسره کوي، امریکا لوی لاس لري.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي اداره یا سیګار وایي، متحده ایالاتو د طالبانو د بیا واکمنۍ له پيله له افغانانو سره دوه اعشاریه یو میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د سیګار په راپور کې چې پرون چهارشنبه خپور شو راغلي، په بشري مرستو کې هم چې تر ډېره د ملګرو ملتونو ادارې یې ترسره کوي، امریکا لوی لاس لري.

له دې مرستو سره سره په افغانستان کې بشري ناورین تر ټولو ستر بلل کېږي او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، ۹۷ په سلو کې افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که طالبان په افغانستان کې د دوی او نورو موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لرې نه‌کړي، له دغه هېواد سره به بشري مرستې کمې شي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو‌ ایف‌ پي د جزییاتو له ورکړې پرته ویلي، دوی د بودیجې د کموالي له کبله د هغو کسانو شمېر کم کړی چې په میاشتني ډول د خوراکي توکو مرسته ورسره کېږي.