د روغتيا نړیوال سازمان: کندهار کې د کانګو تبې پېښې زياتې شوي

د کندهار حوزوي روغتون

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ‌ او وایي، کندهار کې د کانګو تبې پېښې زیاتې شوي دي.

دغه سازمان که څه هم کره شمېرې نه‌دي ورکړي، خو پرون یې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په جنوبي ولایتونو کې یې ۶۹ تنه روغتیایي کارکوونکي د کانګو تبې د مدیریت او کنټرول لپاره رزولي دي.

کانګو یو ډول انتاني ناروغي ده چې د څارویو د کنې یا ټیک په وسیله انسانانو ته لېږدول کېږي.

دغه ناروغي اکثره د هوا په تودوخې او د لوی اختر په رانږدې کېدو، چې خلک له څارویو سره ډېر سروکار لري، زیاتېږي.