بهر مېشتو مخالفو افغانانو ته د طالبانو ګواښونه واقعي وبلل شول

د کابل یوه څنډه کې طالب وسله وال

د افغانستان د بشري حقونو پخواني کمېسیون چې اوسمهال په تبعید کې فعالیت کوي، په بهر کې د طالبانو مخالفانو ته د طالبانو د وتلو مطبوعاتي څېرو ګواښ واقعي بللی دی.

دغه کمېسیون چې د طالبانو له‌خوا منحل شوی هم دی، پرون چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د کورنیو چارو د پخواني ویاند قاري سعید خوستي او د بلې مطبوعاتي څېرې جنرال مبین ګواښونه د افغانانو کوربه هېوادونو ته خبرداری دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو دغو مسوولانو په بهر کې له خپلو خواخوږو او پلویانو غوښتي چې د طالبانو دښمنان په چړو ووژني.

د بشري حقونو پخواني کمېسیون په بهر کې له افغانانو غوښتي چې د خپل امنیت پام وساتي او د ګواښ په صورت کې اړوند امنیتي مسوولان خبر کړي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اوسني حکومت اکثره سیاسي مخالفان له هېواده بهر دي او وخت نا وخت ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو او د هغوی پر تګلارو کلکې نیوکې کوي.