دوحه کې د ملګرو ملتونو ناسته او پر وړاندې یې د ښځو اعتراض

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو په نوښت په قطر کې د دوه ورځني ناستې سره هم مهاله، ځینو ښځو په بېلو اعتراضونو کې د دې ناستې پر وړاندې اعتراض څرګند کړ. دغو اعتراض کوونکو اندېښنه ښودلې چې ښايي د دوحې ناسته د ځینو هېوادونو لخوا د طالبانو د حکومت رسمیت پیژندنې ته لاره پرانیزي. خو د دوحې ناستې په پای کې د ملګرو ملتونو سر منشي وویل چې دغه ناسته “د طالبانو رسمیت پېژندنې په تړاو نه وه”.