راپور: تېر کال د افغانستان په شمول د نړۍ ۲۵۸ ميلیون وګړي د خوړو کمښت سره مخ وو

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو له‌خوا په نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب په اړه په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې تېر ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې ۲۵۸ ميلیون وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخامخ وو.

په دغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې له‌خوا جوړ شوی او د بشري سازمانونو یوه اتحاد خپور کړی، ویل شوي چې د افغانستان په شمول ۵۸ هېوادونو کې خلک د خوړو له کمي سره مخامخ وو.

اقلیمي بدلون، د کرونا خپرې شوې وبا اغېزې او په اوکراین کې جګړه یې مهم عوامل بلل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، په اووه هېوادونو افغانستان، سومالیا، بورکینا فاسو، هایتي، ناجیریا، جنوبي سوډان او یمین کې خلک له لوږې سره مخ شوي او مړه شوې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان سږ کال هم له ورته ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دی او ویل شوي چې د دې هېواد له ۲۸ ميلیونو زیات وګړي د خوراکي موادو مرستو ته اړ دي او شاوخوا شپږ ميلیونه هم د قحطۍ په درشل کې دي.