د بخښنې نړيوال سازمان په افغانستان کې د رسنيو وضعيت د اندېښنې وړ وباله

په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون پر مهال وسله وال طالبان د یوه خبریال سره د ناوړه چلند پر مهال. October 21, 2021

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیستي انټرنېشنل د مې د درېیمې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالو ورځې په مناسبت په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

د امنیستي انټرنېشنل د جنوبي اسیا څانګې په یوه ټویټ کې ویلي چې ژورنالیزم جرم نه‌دی، خو بیا هم د بیان او د مطبوعاتو د ازادۍ اصول په افغانستان کې د ۲۰۲۱ م کال د اګست له میاشتې راهیسې د طالبانو له‌خوا ګواښل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، په دې هېواد کې خبریالان په غیرقانوني ډول نیول شوي، شکنجه شوي، ګواښل شوي او ان وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د دغې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې ویلي، دی د افغانستان رسنیو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته چې له سختو محدودیتونو او ځاني خطرونو سره سره راپور ورکولو ته دوام ورکوي، درناوی کوي.

بېنیټ له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو لپاره د یوه حق په توګه د خپلواکو، متنوع او جامع رسنیو درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې د دغې ورځې په مناسبت د افغان خبریالانو د کار او فعالیت ملاتړ کړی او خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې یې د هغوی هڅې د ډېرې ستاینې وړ بللې دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف د ۲۰۲۲ کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان ۱۵۲م ځای نیولی او ویل شوي چې په دې هېواد کې د خبریالانو لپاره چاپېریال په دوامداره توګه خراب شوی او ښځینه خبریالان په قصدي توګه له عامه ژوند څخه حذف شوي دي.