امريکا له مصر سره سوډان کې د اوربند پر تمديد خبرې کړي

سوډان کې د جګړې یو انځور

د امریکا د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سامح شکري سره په سوډان کې د اوربند د تمدید په اړه خبرې وکړې.

په سو‌ډان کې د جګړې ښکېلو لوریو پرون موافقه وکړه چې سر له پنجشبې به د یوې اوونۍ په مخه اوربند کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وایي، ښاغلیو بلېنکن او شکري پرون د ټليفوني مکالمې پر مهال موافقه وکړه چې په سوډان کې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره دې واشنګټن او قاهره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.