ملګري ملتونه: د سوډان د جګړې له امله نږدې درې نيم لکه کسان بې‌کوره شوي

په سوډان کې د نښتو یو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په سوډان کې د روانې جګړې له کبله تر درې لکه او ۳۰زرو ډېر کسان له خپلو کورونو، نورو سیمو ته بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې پرون سه‌شنبه ویلي، تر یو لک زیات نور کسان د سوډان سرحدي سیمو ته تښتېدلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، تر اته سوه زرو ډېر نور کسان ښايي د سوډان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي، ځکه په سوډان کې د دوو پوځي جنرالانو ترمنځ لا هم جګړه روانه ده.

په سوډان کې د اپرېل پر ۱۵مه د واک پر سر د چټک ملاتړ د ځواکونو په نامه د ملېشه‌و د مشر محمد حمدان دقلو او د سوډان د پوځ د قومندان عبدالفتاح البرهان ترمنځ نښته پیل شوه.

بلخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، په سوډان کې د داخلي بې‌ځایه شویو شمېر درې لکه او ۳۴زرو ته رسېږي.