د پاکستان پوځ د ټي‌ټي‌پي د ۷ غړیو د نیولو خبر ورکړی

ارشیف: د پاکستان پوځیان په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې یې د پاکستاني طالبانو د ډلې یا ټي‌ټي‌پي اوه غړي نیولي دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې پرون په یو بیان کې وویل، دا وسله‌وال د ټي‌ټي‌پي د سید خان ډلې غړي دي.

په میرانشاه کې یوه پوځي مقام د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د سیدخان ډله په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان ته تښتېدلې وه، خو د هغه په وینا په دې وروستیو کې یې بیا په شمالي وزیرستان کې فعالیت پیل کړی دی.

ټي‌ټي‌پي لا د پوځ د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.