دوجارېک: دوحې غونډه کې د افغان ښځو په تړاو د نظرونو د يو ځای کېدو هڅه کېږي

د دوحې یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په کوربه‌توب د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې هڅه کېږي چې د افغانستان په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو په اړه د نړیوالو نظرونه سره متحد شي.

دا خبره د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک تېره شپه ناوخته خبریالانو ته وکړه.

هغه دغه راز وویل، په دې غونډه کې چې پرون پيل او نن پای ته رسېږي، د طالبانو د رسمیت پېژندلو پر موضوع خبرې نه کېږي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد څو ورځې وړاندې هیله وښوده چې په اصولو او یا هم مشروط ډول د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره واړه ګامونه پورته شي.

د مېرمن محمد دغه څرګندونې د یو شمېر فعالو مېرمنو او د طالبانو د حکومت د مخالفانو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې.