د مزار شريف، هرات او کندهار ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړولو کار پيلېږي

د افغانستان شمال کې د اورګاډي پټلۍ

د طالبانو حکومت وايي چې، ډېر ژر به د مزارشریف-هرات-کندهار د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو کار پیل کړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په خپل ټويټر کې ويلي، د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به د دې پروژې لومړني کارونه په روان هجري لمريز کال کې پيل شي او مالي لګښت به يې له کورنيو عوايدو څخه ورکول کېږي.

دا پروژه په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي.

د رېل پټلۍ لومړی پړاو له مزارشریف څخه تر هرات پورې ۶۵۷ کیلومتره اوږدوالی لري او دویم پړاو یې له هرات څخه تر فراه، نیمروز، هلمند، سپین بولدک او کندهار پورې ۸۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري.

د اورګاډي دغه کرښه به له نهو ولایتونو، ۳۷ ولسوالیو او اته سوه کلیو څخه تېرېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره نښلوي.

په دې اړه جزيیات نه‌دي ورکړل شوي چې دا پروژه به څومره لګښت ولري او د کومو کورنيو یا بهرنیو شرکتونو له‌خوا به بشپړېږي.