د روغتيا نړيوال سازمان: کورنۍ بايد خپل ماشومان د پوليو پر ضد پرله‌پسې واکسين کړي

ارشیف: کابل کې واکسیناتورانې د واکسین د تطبیق پر مهال

د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او له افغان کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د پولیو د ناروغۍ په وړاندې مسلسل واکسین کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي: "په هر کمپاین کې ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي واکسین ورکولو سره کولای شو د پولیو وایروس د خپرېدو مخه ونیسو."

د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې له هر فرصت څخه په استفادې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.

د روان ۲۰۲۳ کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ضد د واکسینو څو کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ميلیونونه ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکی واکسین ورکړل شوی دی.

که څه هم سږ کال په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو د افغانستان په ختیځ حوزه کې چارواکو ویلي، په چاپېریال کې د پولیو مثبت ویروس لیدل شوی دی.