ملګرو ملتونو ته د بشري مدافعانو ليک: طالبانو ته له مشروعيت ورکولو ډډه وکړئ

د طالبانو بیرغ

د ښځو او بشري حقونو مدافعانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبانو ته دې د مشروعيت ورکولو څخه ډډه وکړي.

د دوحې د غونډې په درشل کې د افغانستان د مدني ټولنې، د ښځو او بشري حقونو مدافعانو او د رسنیو نږدې دېرشو بنسټونو پرون یکشنبې د یوه سرخلاصي لیک له لارې د ملګرو ملتونو په ګډون د دې غونډې له ګډونوالو غوښتي چې له طالبانو سره دې له هر ډول تعامل څخه چې هغوی ته مشروعیت ورکوي، ډډه وکړي.

په دغه لیک کې چې رسنیو ته استول شوی، له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې ټول هغه پلانونه دې که هغه د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې کوچني ګامونه هم وي، سمدستي لغوه کړي.

په لیک کې ویل شوي چې دغه رژیم د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه په سیسټماتیک ډول تر پښو لاندې کړي او د ټولو قومونو د ښځینه‌و او نارینه‌و په وړاندې ورځني اقدامات یې د بشریت ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

مدني او د ښځو د حقونو فعالانو په دغه سرخلاصي لیک کې همدارنګه غوښتنه کړې چې ملګري ملتونه باید د خپل ماموریت د بشپړولو چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته به درناوي کېږي، ډاډ ورکړي.

په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي، خوندي کولو او ساتلو مسله باید یقیني شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، پر ښځو او نجونو یې د کار او زده‌کړو په برخو کې پراخ بندیزونه لګولي دي.