ملګرو ملتونو نن دوحه کې د افغانستان په اړه غونډه رابللې

د ملګرو ملتونو بیرغ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په مشرۍ غونډې ته چې سبا به هم دوام کوي، شاوخوا د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي وربلل شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت استازیو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو ویاندویانو ویلي چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د روانو ستونزو د هوارۍ او د نړیوالو له‌خوا د یوه ګډ دریځ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.

ملګرو ملتونو دا غونډه داسې مهال رابللې چې طالبانو پر افغان ښځو او نجونو د کار او زده کړو په برخو کې سختو محدودیتونو ته دوام ورکړی.

نړیوالو مرستندویه ټولنو هم په دې هېواد کې له ميلیونونو وګړو سره د بشري مرستو رسولو لپاره د مالي سرچینو د وچې دو خبر ورکړی دی.