ملګرو ملتونو د سوډان د روانو ناکراریو په تړاو خبرداری ورکړی

د سوډان په پلازمېنه کې د وروستیو نښتو یو انځور

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانه ناکراري به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشر، مارټین فریک په جرمني کې ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، په سوډان کې له دوو اوونیو روان تاوتریخوالی به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي.

په ګاونډي هېواد چاد او جنوبي سوډان کې هم بیې لوړې شوي او دغو دواړو هېوادونو د سوډان د څه باندې دوو اوونیو د جګړې له کبله په زرګونو کډوال منلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر مارټین فریک ویلي، په جنوبي سوډان کې چې ځینې برخې یې د اقلیمي بدلون له کبله له سېلابونو او وچکالۍ سره مخامخې دي، په لنډه موده کې د خوړو بیې ۲۸ فیصده زیاتې شوې دي.

دا د افریقا په دې برخه کې د وضعیت خرابوالی ښيي چې د بارانونو په شپږو موسمونو کې هلته اورښتونه ونه شول چې د خوړو د رسولو پر چارو یې د ریکارډ تر سطحې فشار زیات کړ.

په سوډان کې د واک پر سر دوې اوونۍ وړاندې د چټک ملاتړ د ځواکونو په نامه د ملېشه وو د مشر محمد حمدان دقلو او د سوډان د پوځ د قومندان عبدالفتاح البرهان ترمنځ نښته پیل شوه.

دواړه جنرالانو په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱م کلونو کې د دوو پوځي کودتاه ګانو په نتیجه کې د سوډان چې ۴۶ ملیونه وګړي لري، رهبري ترلاسه کړه.

په سوډان کې د تازه جګړې له پیله تر ۵۰۰ زیات کسان وژل شوي، تر ۴۰۰۰ زیات ټپیان او په لسګونو زره نور له دغه هېواده کډې کولو ته اړ شوي دي.

د نړۍ له بېلابېلو برخو حکومتونو له سوډانه په خوندي ډول د خپلو وګړو د ایستلو ماموریتونه پیل کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د جګړو له پیل سره یې په سوډان کې د اووه ملیونه او شپږلکه کسانو، ملاتړ ځنډولی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر فریک ویلي، هغه کډوال چې په سوډان کې یې پناه اخیستې، امیندواره ښځې او په خوارځواکۍ اخته ماشومان به د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړ پرته هېڅ هم ونه لري.

فریک ویلي، همدا چې امنیتي شرایط اجازه ورکړي، دوی به په سوډان کې بېرته خپل ځنډولی فعالیت پیل کړي.