ګوټېرېش بیا د بشري مرستو رسولو چارو کې د افغان ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي یو وار بیا په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو په چارو کې د ښځینه کارکوونکو رول مهم وباله.

انټونیو ګوټېرېش ویلي، په افغانستان کې میلیونونو کسانو ته د بشري مرستو لپاره له هغو ټولو اقداماتو تر شا کېدل کلیدي اهمیت لري چې د ښځو د کار حق اخلي.

ګوټېرېش پرون ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي چې افغانان سم د لاسه اضطراري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو په رسولو کې ښځې مهم نقش لري.

وروسته له هغې چې طالبانو په غیردولتي موسسو او بیا د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع کړ، دې کار یې پراخ عکس العملونه وپارول.

ملګرو ملتونو ویلي چې اړو افغانانو په ځانګړي ډول ښځو ته د بشري مرستو په رسولو کې د دوی ښځینه کارکوونکې مهم نقش لري.

طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.