سبا دوشنبه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه پیلېږي

د ملګرو ملتونو بیرغ

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب سبا او بل سبا په قطر کې د افغانستان په اړه غونډه وشي چې د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي به په کې سره جرګه کېږي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجارېک تېره جمعه وویل چې په دې غونډه کې طالبانو ته ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد دوې اوونۍ مخکې ویلي وو چې ملګري ملتونه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو د شرطونو د ارزونې لپاره د یوه کنفرانس پر جوړولو غور کوي.

خو د ملګرو ملتونو یوه بل ویاند وروسته وویل چې دغه غونډه به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه متمرکزه نه‌ وي.