فریک: د سوډان ناکراري به ختیځه افریقا هم له بشري بحران سره مخامخه کړي

د سوډان د پلازمېنې خرطوم یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانه ناکراري به د افریقا د ختیځ ټوله سیمه له بشري بحران سره مخامخه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشر مارټین فریک په جرمني کې د جرمني خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، تر جګړې مخکې هم د سوډان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې کړېدل.

د ده په وینا، د خوړو او ټولو نورو شیانو کموالی اوج ته رسېدلی دی.

په ګاونډي هېواد چاد او جنوبي سوډان کې هم بیې لوړې شوي او دغو دواړو هېوادونو د سوډان د څه باندې دوو اوونیو د جګړې له کبله په زرګونو کډوال منلي دي.

په سوډان کې د واک پر سر دوې اوونۍ وړاندې د چټک ملاتړ د ځواکونو په نامه د ملېشه وو د مشر محمد حمدان دقلو او د سوډان د پوځ د قومندان عبدالفتاح البرهان ترمنځ نښته پیل شوه.