طالبان: سږ کال ۳۰زره افغانان د حج فریضې د ادا کولو لپاره عربستان ته ځي

بیت‌الله شریف

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سږ کال به له افغانستانه ۳۰زره افغانان د حج فریضي ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

د دې وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب نن رسنیو ته وویل، د عربستان حکومت دا سهمیه له وړاندې ټاکلې، خو دوی یې د زیاتېدو غوښتنه کړې.

خو هغه دا ونه ویل چې په دې شمېر کې څومره ښځې شاملې دي.

د ثاقب په خبره، د سږ کال د حج د فریضې ادا کولو لپاره به په هر تن ۳زره ۹۲۴ ډالره لګښت راځي چې دی یې د تېر په پرتله د کمېدو خبره کوي.

هغه زیاته کړه: "موږ چې د دوی مصارف را ښکته کوو، داسې نه ده چې د دوی سهولیات را کموو، بلکې غواړو چې اضافي مصارف را کم کړو چې د حاجیانو په سهولتونو او ښه خدمتونو کې کمی هم رانه‌شي."

تېر کال په هر تن ۴زره ۱۳۰ امریکايي ډالر لګښت راغلی و.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دا هم وویل چې د حج ادا کولو سهمیه یې د ولایتونو د غوښتنو پر بنسټ وېشلې چې په کې یې د خپل حکومت کسانو او د دوی د ډلې وسله‌والو سهمیه هم نظر کې نیولې.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د طالبانو په حکومت لویه نیوکه دا وه چې د حج په پروسه کې یې د خپلې ډلې کسانو ته ډېره ونډه ورکړې او د نورو غوښتونکو سهم یې په پام کې نه‌دی نیولی.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو دا هم وویل چې دوی د پاسپورټ ریاست سره خبرې کړي او ژر به هغو کسانو ته پاسپورټ ورکړل شي چې د سږ کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.